جرگه گی امریکایی جواکونو ته د قضایی مصؤونیت په منلو اسلام او ملت سپکاوی وکڑ
الجـــــــهاد فی سبیل الله
جرگه گی امریکایی جواکونو ته د قضایی مصؤونیت په منلو اسلام او ملت سپکاوی وکڑ
ساعت 11:48 | بازدید : 1084 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

بسم الله الرحمن الرحیم - الحمدلله الذی اعز الاسلام والمسلمین وهزم الاحزاب وکیود الشیاطین .

ګران هیواد افغانستان دارالاسلام او دمؤمنو مسلمانو ناپېلی مستقل ټاټوبی دی ، پکښې اوسېدونکي قومونه او پرګنې يي خدای پال ، دین پال ، او د پیغمبري میراث سپېڅلي جهاد پالونکي وګړي دي ، د افغانستان هیواد مسلمانو بچیانو د اسلام په ټول تاریخ کې یرغلګرو کافرانوته دیوې لوېشتي خاوري د سپارلو دسخط نه دی ورکړی ، او نه يي خدای دښمنه محاربو کافرانوته دقضائي مصؤنیت لاسلیک ورکړی دی ، هوکې سرونه يي ورکړي دي ، په شهادت رسول شوي دي ، شکنجې ، ځورونه ، هجرتونه ، غربتونه ، مسکنتونه يي ګاللي دي خو دغلامۍ او ذلت لاسلیک يي چاته نه دی ورکړی .

د کابل دجرګه ګۍ بې تدبیره مدبر په خپل اعلان کې وویل چې دې ذلیلي جرګې ته ( ۲۵۰) دوه نیم سوه تنه دیني عالمان راغلي دي ، د اسلام دسپېڅلي دین څلور اصول دي کتاب الله ، سنت رسوالله ، اجماع د امت مسلمه ، او د مجتهدینو قیاس دی ، دغه دوه نیم سوه دیني عالمانوته چلنج دی کافرانوته د اسلام دخاوري ورسپارلو او دغه قضائي مصؤونیت چې دغې جرګه ګۍ او دکابل ګوډاګۍ ادارې ورسره ومنلو په روایښت او جواز باندي دې د شریعت په پورتني څلورو دلائلو کې یو مسلم او شرع ته داعتبار وړ یو دلیل را میدان ته کړي ، نو بیا دوی د اسلام او ملت سپکاوي نه دی کړی ، او هیڅکله به دوی دا دلیل وړاندي نکړای شي ، دغه صبغت الله مجددي چې ددې زمانې بلعم بن باعور دی د ذلیله جرګې په روستي پړاو کې يي وویل ازنګاه شریعت واز نګاه دانش وعلم میدانم که بخیر ماست . ورته چلنج دی چې دعلم او دانش په صفت يي ویاړ هم وکړ په پورتنیو دلائلوکې دې فقط یو د جواز دلیل وړاندي کړي او هیڅکله به يي وړاندي نکړای شي ، جرګه ګۍ د اسلام او ملت سپکاوی وکړ ، د ټولو شهیدانو که دشوروي سره دجهاد په دوره کې شوې دي او که امریکایانو سره دسپېڅلي جهاد په جر یان کې شوي دي وینو سره يي خیانت وکړ ، له کونډو یتیمانو سره يي جفا وکړه .

که د قرآني آیتونومقتضی ته وګورو نو د جرګه ګۍ اوګوډاګۍ ادارې یو فرد به هم کامل مسلمان پاتي نشي ځکه دجرګې تر چتر لاندي خګو مخامخ کافرانو ته د اسلام خاوره وسپارله د کافرانو ټولو غوښتنوته يي په سر او سترګو په خپل اختیار لبیک ووايي د کافرانو دفاع ، ساتنه ، څارنه يي د خپل ځان وجیبه او فریضه وګڼله ، په عمل ، ژبه ، او قلم يي دهغوی چوپړته ځانونه استخدام کړل ، د یوڅو ډالرو په بدل کې يي په ډېر ذلت او رسوايي سره خپل ناموس په کافرانو خرڅ کړ ، اوس به انشاء الله ټول ولس درته ګوري د خپلو تنخوا ګانو د تر لاسه کولو لپاره به د کافرانو په دروازوکي شپه او ورځ حاضرباش ولاړ يی ، تاسو خو دمسلمانانو په بدل کې کافرانو ته ددوستۍ لاس اوږد کړ ، دا تاسو یاست چې دهغوی ظلم ، یرغل ، وحشت اونیواک ته مو د قانوني جواز لارې خلاصي کړې ، او د دوی د یرغل اوږدولو لپاره مو سلا او مشورې ورکړي ، او د ساده لوحه انسانانو تیر ایستنه مو اصلي دنده وتراشله پخپله مو هم کافرانوته د ایسټیج پر سر دټولي نړۍ په وړاندي احترام ورته وکړ او ساده لوحه کسان مو هم کافرانوته په احترام قائلوئ ، راشی وګوری چې دلوی خدای د سپېڅلي کتاب قرآن په میزان کې ستاسو د امنیتي تړون او قضائي مصؤونیت کردار او عمل څه ډول ارزیابي کیږي :{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51) } المآئدة

ژباړه : ای مومنانو یهودیان او عیسی یان خپل دوستان اوملګري مه نیسئ ،دوی په خپلو منځوکې ځینې دځینې نورو دوستان دي ، اوکه تاسي له دوی سره دملګرتیا او دوستي خیال وي نو بیا تاسي هم ددوی په ډله کې شمېرل کیږﺉ، په دې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوونی څخه بې برخي کوي .

{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا (144) }سورة النسآء

ژباړه : ای مومنانو! تاسي دمومنانوپه ځای له کافرانوسره دوستي اوملګرتیا مه کوﺉ ایا تاسي غواړی چې دځان په خلاف الله ته څرګند سند ورکړﺉ .

{ الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا (139) } سورة النسآء

ژباړه : هغه خلګ چې مومنانوته شا اړوي دهغوی په ځای له کافرانو سره دوستي کوي ، ایا دا ( منافقین ) له کافرانوسره ناسته پاسته کې خپل عزت لټوي ، په داسي حال کې چې هر راز عزت یوازي د الله په خوشالولوکې دی .

{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآَيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ (118) } سورة آل عمران

ژباړه : اي مؤمنانو دخپلي ټولني له وګړو پرته له نورو ( کافرانواو منافقینو) سره خپل پټ رازونه مه وایاست ، هغوی ستاسي د له منځه وړو په منظور دفرصت څخه ګټه اخیستل له لاسه نه ورکوي ، اوتاسي ته چې په هرڅه زیان اوړي دوی پرې خوشالیږي ، دهغوی دزړه دښمني دهغوی له خولوڅخه راوځي ، څه چې هغوی ( ستاسو ددین په خلاف) په خپلو سینوکې پټ ساتلې دي هغه له دېنه زیات دي ، مونږ تاسي ته په ډاګه څرګنده لارښوونې کړې دي که پوهیږئ .

{ وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ (113) } سورة هود .

ژباړه : د دغو ظالمانو ( کافرانو ) لوري ته یوبڅری مه کږېږﺉ که نه نو د دوزخ لمبې به مو ونغاړي، بیا به کوم داسي دوست پیدا نکړئ چې له الله څخه مو وژغورلای شي ، او له یو ځای څخه به تاسو کومه مرسته ترلاسه نکړئ .

{ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَفِی جَهَنَّمَ جَمِيعًا}

نو بیاتاسي هم دکافرانو په څېر یاست ، باور ولرﺉ چې الله به کافران او منافقان دواړه په دوزخ کې سره یوځای کړي .

تاسو فکر وکړئ چې په کفرساته اداره کې برتۍ شوي چاپلوسان به په کوم عمل او کردار او ګفتار مسلمان پاتي شي کافرانو داسلام پخلاف کوم کار نه دی کړی چې تاسو هغه نه وي ورسره بدرګه کړی ، د خدای حضورته به کوم ایمان وړاندي کوئ چې د هغه په وسیله تاسو د دوزخ له لمبوڅخه وژغورل شی ، د تعجب وړ خو داده هر عمل لکه اودس ، لمونځ ، روژه ، زکوت ، حج د نقض اوفساد اسباب لري او عقیده هم د نقض او فساد اسباب لري ستاسو ایمان اوعمل له کومو فولادو او الماسو جوړ شوی دی چې هيڅ د فساد او نقض سبب نه لري او دهغې تر اغیزي لاندي نه راځي ؟

نوربیا ....................



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 157
بازدید دیروز : 319
بازدید هفته : 627
بازدید ماه : 2060
بازدید کل : 95681
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 157
:: باردید دیروز : 319
:: بازدید هفته : 627
:: بازدید ماه : 2060
:: بازدید سال : 7038
:: بازدید کلی : 95681